د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال بغلان ته د سفر په ترڅ کې د وروستیو سېلابونو له زیانمنو شوو خلکو سره کتلي دي. نوموړي د وروستیو سېلابونو له زیانمنو سره په کتنه کې ویلي، چې اړوند ادارو ته یې دنده سپارلې تر څو ژر تر ژره زیانمنو ته مرستې برابرې کړي. اقتصادي مرستیال ډاډ ورکړی، چې سرپرست حکومت تر هغه وخته د یادو سېلاب ځپلو تر څنګ ولاړ دی، تر څو یې ژوند عادي حالت ته راوګرځي. نوموړي زیاته کړې، سرپرست حکومت د زیانمنو شویو خلکو د ژغورلو لپاره ټول شته امکانات په کار اچولي او ټول اړوند وزارتونه او ادارې پر دې بوختي دې، چې سیمې ته بېړنۍ مرستې ورسوي. اقتصادي مرستیال یو ځل بیا په ټولو ملي سوداګرو، شتمنو هېوادوالو، خیریه بنسټونو او مرستندویه موسسو غږ کړی، چې په سخت وضعیت کې د زیانمنو شویو افغانانو لاسنیوی وکړي او خپلې مرستې ونه سپموي.
































