سږکال په هلمند ولایت کې د تېر کال په پرتله زیات غنم کرل شوي دي. د دې ولایت د کرنې ریاست مسوولین وايي، چې سږ کال د تېر کال په پرتله د ابي ځمکو ترڅنګ للمي غنم هم کرل شوي چې د تېرکال په پرتله يې د زیاتو حاصلاتو د راټولیدو وړاندوینه کوي. د هلمند د کرنې رییس نیاز محمد وهاج وايي، چې سږ کال ۴۳ زره کروندګرو ته کیمیاوي سرې او اصلاح شوي تخمونه هم ورکړي دي. د دغه ولایت کروندګر، سږ کال د غنمو له حاصلات راځي ښکاري. دوی وايي، وروستیو ورښتونو د غنمو طبیعي افتونه له منځه وړي او هیله لري، چې ښه حاصلات به ترې تر لاسه کړي.
































