د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال علي باقري، په افغانستان کې د یوناما له مشرې روزا اوتونبایوا سره په کتنه کې ویلی، د نړۍوالو سازمانونو لومړیتوب باید د افغانانو د امنیت، پرمختګ او هوساینې تامینول وي. د ایران بهرنیو چارو وزارت لیکلي، علي باقري په دغه کتنه کې افغانستان ته له بهره پر زدهکړو سمبالو افغانانو راستنېدو او د هغوی له ظرفیتونو د ګټې اخیستنې لپاره د زمینې برابرولو یادونه کړې ده. په دغه کتنه کې په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو او د دوحې د راتلونکې غونډې په اړه هم خبرې شوې دي.
































