افغان پوځ د کندهار په سپین بولدک کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پراخ نظامي تمرینات پيل کړي دي. د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې په دغه تمریناتو کې هوايي او ځمکنی ځواک برخه لري. چارواکي وایي ددې تمریناتو موخه دا ده چې په سیمه کې د غیر قانوني اقداماتو پر وړاندې تیاری ونیسي او د احتمالي خطر پر وړاندې چمتو وي. افغان پوځ تر دې وړاندې په ننګرهار کې هم ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه نظامي تمرینات ترسره کړي دي. افغان ځواکونه داسې مهال په مهمو سیمو کې تمرینات ترسره کوي چې پاکستاني حکومت په غیر قانوني توګه پر ډیورنډ فرضي کرښه اغزن سیم تېر کړی دی او په ځینو مواردو کې له دې فرضي کرښې هم را اوښتي دي. دې مسئلې د افغانانو سخت غبرګون هم پارولی دی او له حکومت غواړي چې د پاکستان پر وړاندې اقدام وکړي.
































