د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د اوزبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمتالله ایرګشوف، د ترانسپورټ وزیر الهام محکموف او مل پلاوي سره کتلي. د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، سرپرست وزیر په دې کتنه کې ویلي، چې سرپرست حکومت د خپل اقتصاد محوره سیاست له مخې غواړي له نړۍ سره خپلې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې لا پراخې کړي. ورتهمهال اوزبکستاني پلاوي د هېواد له سېلابځپلو سره خواخوږي ښودلې او ویلي یې دي، چې کابل ته یې د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا ده. یاد پلاوي زیاته کړې، چې اوزبکستاني شرکتونه د عصري تجهیزاتو په درلودلو سره غواړي، چې د افغانستان په کانونو پانګونه وکړي.
































