د پروان د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو د یاد ولایت په کوه صافي ولسوالۍ کې د ۵۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د تاتاري کان د استخراج چارو د پیل خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د کانونو او پټرولیم رییس عبدالقدوس نعماني ويلي، چې د کوه صافي ولسوالۍ د تاتاري کان د سپړلو چارې د ۵۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې چې له منځه به یې سیمه کې د ۸۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ټولنیزو خدمتونو، د ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتیايي اسانتیاوو او د ۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت پراختیايي پروژې پلې شي. نوموړي زیاته کړې، چې په تاتاري کان کې د سیمې لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده. په ورته وخت کې د پروان مرستیال والي له قراردادي شرکت څخه غوښتي، چې د تاتاري کان د سپړلو او استخراج پرمهال چاپیریال او خلکو ته له زیان رسولو ډډه وکړي.
































