د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وایي، په بغلان ولایت کې سېلاب ځپلو سیمو کې اړتیاوې ډېرې زیاتې دي او د خپلو شریکانو په مټ زیانمن شویو ته بېړنۍ مرستې رسوي. یادې کمېشنرۍ په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله د ځاني او مالي زیانونو پر راپورونو د خپګان څرګندولو ترڅنګ ویلي چې د دغو سېلابونو له امله له ۱۵۰ زیات کسان مړه، ۲۵۰ کسان ټپیان شوي او نږدې ۷ زره کورونه ویجاړ شوي دي.
































