د فاریاب په ګرزیوان، دولت آباد او پشتونکوټ ولسوالیو کې د اوبو رسولو ۳ شبکو په جوړېدو سره ۸۷۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. د یاد ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست استازي انجنیرمولا داد پوپل ویلي چې د فاریاب ولایت په یادو ولسوالیو کې د ورلد ویژن دفتر په مالي ملاتړ د ۱۳ میلیونه ۷۴۰ زره افغانیو په لګښت د څښاک اوبو ۳ شبکې جوړې شوي، چې د سیمې ۷۸۰ کورنیو ته یې د څښاک اوبه برابرې کړې دي.
































