د بغلان ولایت د بورکې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، د څلور ورځو په تېرېدو سره لا هم نه دي توانېدلي، چې د خپلو کورنیو د غړو جسدونه ومومي. د دغه ولایت د بورکې ولسوالۍ په فلول سیمه کې زیاتره کورنیو خپل د کورنۍ غړي او خپلوان له لاسه ورکړي. په دغه ولایت کې زیانمنې کورنۍ له ځنډ پرته د مرستو د ورسولو غوښتنه کوي. دوی ویلي چې سرپناه، خوراکي توکي او صحي د څښاک اوبه نهلري او په ستونزمن حالت کې ژوند کوي. له دې سره هممهاله د بغلان سیمهییز مسوولان وايي چې د مرستو منظم رسونې په موخه د سرپرست حکومت ارزونې سربېره د نورو مرستندویه بنسټونو له لوري هم د ارزونې بهیر روان دی.
































