د کابل په صنعتي نندارتون کې له ۸۰۰ غرفو څخه ۲۰۰ غرفې د ښځینه سوداګرو لپاره ځانګړې شوې دي. یو شمېر سوداګرۍ مېرمنې وايي، چې د دغه ډول نندارتونو له لارې کولی شي، خپل تولیدات معرفي کړي. د دغه نندارتون ګډونوال د سوداګرۍ په برخه کې د ښځو پر ملاتړ او د ښځو له تولیداتو په استفادې ټینګار کوي. په دغه نندارتون کې ښځينه سوداګرو تر ډېره د لاسي صنایعو، افغاني لاسي ګلدوزي جامو او خوراکي او غیر خوراکي توکي نندارې ته وړاندې کړي.
































