د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې تېره ورځ ۵۷۳ تنه افغان کډوال له پاکستانه په جبري توګه راستانه کړل شول. د کډوالو چارو وزارت پر ټویټر پاڼه لیکلي، ۵۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۷۳ تنو ته رسېږي د سپین بولدک له لارې او همدارنګه ۵۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۷۰ تنو ته رسېږي د تورخم له لارې هېواد ته په جبري توګه راستنې کړل شوې دي. یاد وزارت وايي، د پاکستان له لوري په جبري توګه راستانه کړل شوي اړمن کډوال یې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ دفتر ته ورپېژندلي دي.
همدارنګه دغه وزارت وايي، تېره ورځ یې درې تنه هغه افغان کډوال د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت د پېښور له مرکزي زندانه راخوشې کړي چې د تېرو ۱۳ ورځو راهیسې هلته بندیان وو.
































