د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت د کونړ ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د ۳ شبکو د جوړولو خبر ورکړی دی. دغه وزارت ویلي، چې یادې شبکې د (یو اېس اې ای ډي) دفتر په مالي مرسته د سرکاڼو ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې د ۱۶۵ زره امريکايې ډالرو په لګښت د اوبو رسولو د ۳ شبکو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. سرچینې همدارنګه زیاته کړې، چې په دغو شبکو کې د اوبو د دریو زېرمو جوړول، د دریو ژورو څاګانو کیندل، د ۸۰ نل لیکو نښلول او د ۹ زره مترو په اوږدوالي پایپ غځول شامل دي. د یادو شبکو په بشپړېدو سره د نوموړې ولسوالۍ ۱۰۰۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی دی.
































