د کونړ ولایت په ماڼوګي او نرنګ ولسوالیو کې د ترافیکي پېښېو له امله ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د یاد ولایت امنیتي مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ د ترړې په سیمه کې یو سراچه ډوله موټر د چپه کېدو له امله ۵ تنه ټپیان شوي دي. سرچینې زیاته کړې ورته مهال د یاد ولایت په نرګ ولسوالۍ کې هم یوه ترافیکي پېښه رامنځته شوې چې په پایله کې یې ۲ تنه مړه او یو بل ژوبل شوی دی. د پېښې ټپیان ولایتي روغتون ته انتقال شوي او وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
































