د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پیژندنې ادارې د هیواد په ۲۲ ولایتونو کې د تېز باران، بادونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی. د یادې ادارې د مسوولینو، سبا د چهارشنبې په هرات، فراه، غور، بادغیس، سرپل، بامیان، سمنگان، بلخ، کندوز، بغلان، تخار، بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننگرهار، پنجشیر، کاپیسا، پروان، وردگ، غزني او لوگر ولایتونو کې د شدید باران، تالندې، توپانونو او سیلابونو اټکل کړی دی. د هوا پېژندنې ادارې د اټکلونو له مخې، د ورښت کچه به په بېلابېلو سیمو کې له ۱۵ څخه تر ۲۵ ملي مترو وي. دغه اداره وايي، په شمالي او شمال لویدیځو ولایتونو کې د توندو بادونو د سرعت کچه په بېلابېلو سیمو کې ۳۰ څخه تر ۶۰ کیلومتره په ساعت کې اټکل کېږي.
































