د لوګر د سیندیزې حوزې ریاست چارواکي وایي چې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د دغه ولایت په ازرې ولسوالي کې یو چکډېم جوړېږي. د دغه ولایت د سیندیزې حوزې ریاست مسلکي سلاکار انجینیر فضلالرحمن عمرزي ویلي، د ازرې ولسوالي په «پنځو کڅ» سیمه کې د یوه چکډېم د جوړېدو چارې پیل شوې. عمرزي زیاته کړه چې دغه چکډېم به د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري په راتلونکو درېوو میاشتو کې د شاوخوا یو میلیون افغانیو په مالي لګښت د ۲۴مترو په اوږدوالي، ۶متره لوړوالي او ۲.۵ متره پلنوالي په لرلو سره جوړ او ګټېاخیستنې ته به وسپارل شي.
































