د پنجشېر ولايت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په عنابه ولسوالۍ کې د ۲۵۰ کيلوواټه په ظرفيت يو ترانسفرمر په فعالېدو سره ددغې ولسوالۍ ۳۰۰ کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شوې دي. په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د یاد ولایت مرستیال والي ویلي، چې د افغانستان سرپرست حکومت به د هېواد د آبادۍ هراړخیز پلانونه د ولایتونو په کچه ګام په ګام پلې کړي. د پنجشېر برېښنا رييس ویلي چې دغه ترانسفرمر د ۲ ميليونه او ۵۰۰ زره افغانيو په لګښت د دغه ولايت د عنابه ولسوالۍ په زمانکور کلي کې ګټې اخيستنې ته سپارل شوي، چې پرمټ یې ۳۰۰ کورنیو ته برېښنا برابره شوې ده.
































