د ایران د مرکزي بانک د نړیوالو اړیکو مرستیال محسن کریمي د اقتصاد له سرپرست وزیر سره کتلي. د اقتصاد وزارت وايي، چې په دغه کتنه کې د اقتصادي، مالي او بانکي همکاریو پر پراختیا، سوداګرو او پانګولو ته د اسانتیاوو پر رامنځته کولو او له افغانستان څخه ایران ته د صادراتو پر زیاتوالي خبرې شوې دي.
































