د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د سولې پروسې د چټکتیا غوښتنه کړې ده. نوموړي په تازه ټوېټ پیغامونو کې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د حکومت د پلاوي پر یوې غړې فوزیه کوفي برید غندلی دی او په وینا یې دا د هغو کړیو کار دی چې غواړي د سولې هڅې ناکامې شي. دده په وینا ځینې کړۍ او ډلې شته دي چې غواړي جګړه دوام وکړي او د سولې هڅې له خنډ سره مخ شي. نوموړي پر دواړو لورو غږ کړی دی چې ژر تر ژره دې د سولې هڅې چټکې کړي او په دې توګه دې د روانې جګړې په پای ته رسولو کې ونډه واخلي.
































