په کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورمایا د سرپرست حکومت له سیاسي مرستیال سره په کتنه کې ویلي، هېواد یې له افغانانو سره د طبیعي پېښو د مخنیوي، په نشهیي توکو د روږدو درملنې او د افغان بزګرانو لپاره د بدیل کښت په برخو کې همکارۍ ته ژمن دی. کورومایا، له افغانستان سره د خپلې وروستۍ ۶ اعشاریه ۹ میلیون ډالري مرستې د یادونې ترڅنګ ډاډ ورکړی چې توکیو له افغانانو سره همکارۍ ته ژمنه ده. ورته مهال په دې لیدنه کې سیاسي مرستیال ویلي، چې سرپرست حکومت د ولس د ملاتړ له امله توانېدلی چې بشپړ امن تامین، لویې پروژې پيل او ګڼ نور پرمختګونه ولري. نوموړي زیاته کړې؛ سرپرست حکومت د ولس د ستونزو د حل هڅه کوي او له نړۍ سره مثبت تعامل او پراخې اړیکې غواړي.
































