د غزني ولایت د اطلاعاتو کلتور ریاست له لوري د کتاب دوه ورځنی نندارتون پرانیستل شو. د دغه ولایت د اطلاعاتو کلتور رییس حمیدالله نثار د دې نندارتون موخه د کتاب نړیوالې ورځې نمانځل، د کتاب لوستلو فرهنګ دودول او مطالعې ته د ځوانانو هڅول دي. نوموړي ویلي، دغه دوه ورځني نندارتون کې د دولتي پوهنتونونو او کتاب پلورونکو په مرسته زرګونه جلده کتابونه نندارې ته اېښودل شوي دي. نثار زیاته کړې، د اطلاعاتو کلتور ریاست هڅه کوي، چې د اطلاعاتو کلتور وزارت د رهبري په لارښوونه د دې ولایت ولسوالیو کې هم غني کتابتونونه جوړ کړي، ترڅو ځوانان په اساني سره مطالعې ته لاسرسی ولري.
































