فرانسې په رسمي توګه له افغان حکومت غوښتي چې د فرانسویانو وژونکي طالبان دې له بند نه خوشي کوي. د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې په رسمي توګه پر افغان حکومت غږ کړی دی څو هغه درې طالب بندیان خوشي نه کړي چې د فرانسوي اتباعو په وژلو کې یې لاس درلود. دغه درې کسان د هغو څلور سوه طالبانو په ډله کې دي چې ټاکل شوې افغان حکومت یې د ولسمشر په فرمان او د لویې جرګې په غوښتنه خوشي کړي. فرانسې ویلي یادو کسانو یې د اتباعو پر وړاندې جنایت ترسره کړی دی او باید خپله سزا وویني. افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د څلور سوه بندیانو د خوشي کولو د فرمان عملي بهیر پیل شوی دی.
































