ملي دفاع وزارت په غور ولایت کې د یوې چورلکې د غورځېدو پخلی کړی او ویلي یې دي، چې دغه چورلکه د تخینکي ستونزو له کبله لوېدلې ده. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه روسي Mi17 ډوله چورلکه، په غور ولایت کې اوبو ته د لوېدلو هېوادوالو د جسدونو راوېستلو په موخه چې تېره ورځ په فلانکوچ ډوله موټر کې د هریرود سیند ته لوېدلي وو تللې وه، چې د ژغورلو عملیاتو وروسته د غور فیروزکوه ښار کې د تخنیکي ستونزو سره مخ شوه، چې د بېړنۍ ناستې پرمهال له دېوال سره لګېدلې او لوېدلې ده. خبرپاڼه کې دغه راز زیاته شوې، چې له بده مرغه په دغه پېښه کې یو تن مړ شوی او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
































