د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې پرون ۹۵۴ تنه افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو هېواد ته راستانه شول. د سپین بولدک د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، ۱۰۷ کورنۍ چې ټولټال ۵۸۲ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستانه راستنې شوې دي. ورته مهال د تورخم سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، ۷۰ کورنۍ چې ټولټال ۳۷۲ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستانه راستنې شوې دي. د دغه امریت په خبره، دغه کورنۍ د کډوالو له ریاست سره تر ثبت وروسته د نورو مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول.
































