د غور ولایت په ۱۲ ولسوالیو کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۲ چکډېمونو پروژو عملي چارې پیل شوې. په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د غور سیندیزې فرعي حوزې رییس رحمت الله اماني، د قراردادي شرکتونو څخه وغوښتل، چې نوموړې پروژې دې د قرارداد پر بنسټ په غوره کیفیت او ټاکلي وخت کې پلې کړي او د پروژو له ګټو اخیستونکو څخه یې هم وغوښتل، چې د پروژو د غوره پلي کولو په موخه دې د قراردادي شرکتونو سره همکاري وکړي. د غور ولایت سیمه ییزو مسوولینو او د پروژو ګته اخیستونکو هم د یادو پروژو بنسټیز ارزښت ته په اشارې سره د هغوی له پلې کېدو څخه خوښې څرګنده کړه.
































