د بې پولې ډاکټرانو ټولنې په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې هر کال په افغانستان کې د شري نارغۍ د پېښو راپورونه ورکول کیږي؛ خو روان کال په هرات، بلخ او هلمند ولایتونو کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر زیات شوی دی. د بې پولې ډاکترانو ټولنې ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د افغانستان د درېیو ولایتونو روغتیايي مرکزونه چې دوی یې اداره یا ملاتړ کوي، د شري ناروغۍ زیاتې پېښې یې ثبتې کړې دي. دغې ټولنې زیاته کړې چې شري ناروغۍ تر ډېره کوچني او نوي زېږدلي ماشومان اغېزمن کړي دي. په راپور کې دغه راز راغلي چې بې پولې ډاکترانو د روان کال د جنورۍ او اپریل ترمنځ پر شري اخته د نږدې پنځو زرو ماشومانو درملنه کړې ده. دا په داسې حال کې ده، چې تردې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي و، چې په افغانستان کې پر ساري ناروغيو د اخته کسانو شمېر پام وړ زيات شوى دى.
































