روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۴۸ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۷ زره او ۵۹۹ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته پنځه تنه مړه شوي دي چې ورسره له یادې وبا د مړه شویو کسانو شمېر ۱ زر او ۳۷۵ ته پورته شوی دی. د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د رغېدلو کسانو ټول شمېر بیا ۲۷ زره او ۲۲۳ ته لوړ شوی دی.
































