تر ترکیې وروسته ایران هم له اسراییل سره د اماراتو د روابطو پر تړون اندېښنه څرګنده کړې ده. د ایران ولسمشر حسن روحاني په یوه وینا کې، دا تړون فلسطینیانو سره خیانت بللی او په اماراتو یې غږ کړی دی چې که چېرته اسراییل ته په سیمه کې د پېښې اېښودو ځای ورکړي نو تاریخي غلطي به وکړي او د خپلې دې اشتباه بدې پایلې به خامخا وویني. هغه زیاته کړې، دا تړون د امریکا تر اغېز لاندې شوی دی او دا ټولو ته څرګنده ده چې امریکا له هیڅ هېواد سره تر پایه ملګرتیا نه ده کړې او امارات به هم تږي تر اوبو تېر کړي.
































