د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې له ایران او پاکستان څخه شاوخوا درې زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. دغه وزارت نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې پرون ۲۶۲۱ افغان کډوال له ایران او ۳۷۰ افغان کډوال له پاکستانه را ستانه شوي دي. د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې دغهکډوال د سپين بولدک، تورخم او اسلام کلا له لارې د پاکستان او ايران له خوا تر شړل کېدو وروسته هېواد ته داخل شوي وو. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې له پاکستان او ايران څخه له دغه هېواد څخه د افغان اتباعو د ويستلو څپې زياتې شوې دي او هره ورځ د کورنيو او مجردانو په ګډون په سلګونو افغان کډوال له بېلابېلو لارو دغه هېواد ته راستانه شوي دي.
































