په کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کرومیا د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره کتلي دي. د هېواد د مخکني ولسمشر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي کرزي د بغلان له سېلاب ځپلو سره د جاپان د مرستو او افغان ځوانانو ته د توکیو د تحصیلي بورسونو د ورکړې له امله مننه کړې ده.
































