د چین او روسيې ولسمشرانو مشرانو په یوه ګډه خبري ناسته کې پر خپلمنځي همکاریو ټینګار کړی او د اوکراین او غزې د جګړو په ګډون پر بېلابېلو نړیوالو موضوعاتو غږېدلي دي. د چین ولسمشر شي جین پینګ ویلي، روسیه او چین دواړه د اوکراین مسلې لپاره یوه سیاسي حل لاره غواړي. د چین ولسمشر زیاته کړې، هېواد یې هیله من دی چې اروپا ژر بېرته سولې او ثبات ته وګرځي. د هغه روسي سیال هم د اوکراین مسلې حل په اړه د چین دریځ تایید کړی. هغه هم د کړکېچ پای ته رسولو لپاره له سیاسي لارو د هڅو هوډ څرګند کړی دی.
































