د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر تاتارستان ته د سفر په ترڅ کې د کاماز شرکت له مسولینو سره لیدلي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې په دغه لیدنه کې د کاماز په نوم تاتارستاني شرکت مسولینو افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د بیا پيل لپاره لېوالتیا ښودلې او په هېواد کې یې د موټرو د بستهبندۍ کارخونې جوړولو برخه کې د سرپرست حکومت د همکارۍ غوښتنه کړېده. په دې لیدنه کې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نور الدین عزیزي د یاد شرکت مسوولینو ته ویلي، چې افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې او دې برخه کې یې د لازمو همکاریو ډاد ورکړی دی.
































