د دایکندي ولایتي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د کیتي ولسوالۍ اړوند د نجونو په یوه ښوونځي کې پرون د ۱۵ ښځینه ښوونکو په ګډون ۴۶ نجونې زده کوونکې مسمومې شوي دي. د دایکندي د اطلاعاتو او کلتور رییس سید مصطفی صالح ویلي، چې د درې تنو وضعیت د ډاډ وړ نه دی او ناروغان د اکسېجن له کمښت سره مخ دي. د هغه په خبره، تر دې دمه د پېښې لامل نه دی معلوم.
































