د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې د تذکرو وېش د مدیریت او تطبیق کمېټې ناسته کې پرېکړه شوې، چې د برېښنایي تذکرو د وېش نویو څانګو د رامنځته کولو او ولسوالیو ته د ځینو څانګو د انتقال پرېکړه شوې. یادې ادارې ویلي، دغه پرېکړه یې هېوادوالو ته د لا ډېرو اسانتیاوو او پر وخت د کارونو ترسره کېدو په موخه کړې ده. دغه راز په دې ناسته کې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست د کابل سرای شمالي او د ارشیفونو د تنظیم او تطبیق ریاست کې د شپنیو ټیمونو د رامنځته کولو پرېکړه هم شوې ده. د تذکرو وېش د مدیریت او تطبیق کمېټه د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په چوکاټ کې د تذکرو د وېش پروسې د لاښه مدیریت په برخه کې فعالیت کوي.
































