تېره اونۍ ولاديمير پوتين د روسيې د ولسمشر په توګه خپله پنځمه دوره پيل کړې او چين د ده د ماموريت د نوې دورې په پیلېدو سره له هېواده بهر د ده د سفر لومړی هېواد ګرځېدلی دی. د مې په ۱۶مه نېټه پوتين بېجينګ ته ورسېد او د چين د دولت رئيس شي جين پینګ ورسره وکتل. شي جين پینګ له ولسمشر پوتین سره په ملاقاتو کې ويلي چې د چين او روسيې ترمنځ اړيکې د نوي ډول نړيوالو اړيکو او د لويو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د اړیکو یوه غوره نمونه ده. له اوږدې مودې راهيسې د چين او روسيې ترمنځ اړيکې هم په نړۍ کې د پام وړ ګرځېدلې دي، نو دغه سفر هم د نړۍ ډېر پام راخپل کړی دی. په دې اړه د چين د سي جي ټي اېن پښتو خبريالې غاټول د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ييزو مطالعاتو مرکز د سيمه يیزو چارو له څېړونکي عمران ذکريا سره مرکه وکړه. هغه وويل چې چين ته د ولسمشر پوتين سفر د چين او روسیې ترمنځ د اړیکو نوی پړاو او د دوه اړخيزو اړیکو نوی څپرکی په ډاګه کوي.
ده په اند د چین او روسيې ترمنځ اړيکې د تاريخ د هر وخت په پرتله لا نژدې شوې دي. نن ورځ چین او روسیه نه یوازې په مرکزي اسیا، بلکې د اسیا او افریقا په لویو وچو کې یو له بل سره ستراتیژيک ملګري دي او د سیمې او نړۍ په کچه د هرې پېښې په اړه یوشان نظر لري. ده د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د يادونې په ترڅ کې ويلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د خپل نوي ماموریت له پیلېدو سره سم چین ته سفر د دواړو هېوادونو د اړیکو نوی پړاو او د دوه اړخیزو اړیکو نوی څپرکی په ډاګه کوي. که څه هم په نړیواله کچه د چین راپورته کېدل د سولې او موجوده نړیوال نظم د خوندیتوب په مانا دي، خو چین بیا هم د ښه ګاونډیتوب پالیسۍ له لارې هڅه کوي او له خپلو ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره دوه اړخیزې او څو اړخیزې اړیکې پراخ وي. ورځ تر بلې د چین اقتصاد په غوړېدو دی چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو پر اقتصادي پرمختګ مثبته اغېزه کوي. روسیه هم د یو ګاونډي په توګه له چین سره پراخې سوداګریزې اړیکې لري. د نیویارک ټایمز د راپور پر بنسټ، په ۲۰۲۳ م کال کې د چین او روسیې ترمنځ سوداګري ۲۴۰ میلیارده ډالرو ته رسېده، چې دغه رقم د پخوا په پرتله زیاتوالی ښيي. نو بېجېنګ ته د سفر له لارې، ولسمشر پوتین هڅه کوي چې دوه اړخیزه سوداګري لاپسې پراخه کړي او هم غواړي نړيوالو ته څرګنده کړي چې د اوسني وضعيت پر وړاندې روسيه په انزوا کې نه بلکې اوس په سيمه کې پياوړی ملګری لري.
په حقيقت کې د چين او روسيې ترمنځ د اړیکو لاټینګښت او همکارۍ د نړيوال نظم د ساتنې او د نړۍ د څو قطبيز کېدو لپاره ډېره مهمه ده. د چين د دولت رئيس شي جين پینګ له پوتین سره په خبرو کې هم ويلي چې چين او روسيه د ملګرو ملتونو په محور د نړيوال سيستم او د نړيوالو قوانينو پر بنسټ د نړيوال نظم ساتنه کوي او د ملګرو ملتونو په شمول د څو اړخيز ډګرونو کې د همکاريو او د رښتيني څو اړخيزم له لارې د نړۍ د څو قطبي کېدو او د اقتصاد د نړيوال کېدو لپاره هڅې کوي. په ورته وخت کې د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سيرګي لاوروف هم داسې ويلي چې په نړیوالو چارو کې د چين او روسيې ترمنځ همکارۍ برابر او کليدي رول لوبوي. روسيه له چين سره د نړيوال نظام د اصلاحاتو او د یوې څو قطبیزې نړۍ د ابادۍ لپاره هڅې کوي. په دې اړه ښاغلي ذکريا وویل، دا یو حقیقت دی چې د چین راپورته کېدل د نړۍ د اقتصادي پرمختګ په مانا دي، روسیه د یو ستر سیمه ییز قدرت په توګه د راپورته کېدو په حال کې ده، په داسې حال کې چې چین په یوه نړیوال اقتصادي قدرت د بدلېدو په حال کې دی، نو د نړۍ څو قطبي کېدل کولای شي چې په نړیواله کچه د بې عدالتۍ مخه ونیسي او په دې کې به د چین ونډه روښانه وي. څو قطبي نړیوال سیستم کولای شي چې په سیمه او نړۍ کې سوله او ثبات تجربه کړي او د سیمې او نړۍ په کچه په لوی لاس د جګړو د رامنځته کېدو په مخنیوي کې مرسته وکړي.
دا د پاملرنې وړ ټکی دی چې رئیس شي جين پينګ په ملاقاتو کې ويلي چې چين او روسيه د عدالت په موخه د تودو مسئلو د سیاسي حل لپاره هلې ځلې کوي. دواړو خواوو موافقه کړې چې دا سمه لاره ده چې په سياسي لارو چارو د اوکراين بحران حل شي. مخکې ولسمشر پوتين هم بهرني خبري رسنيو ته ويلي و چې د دې بحران د حل لپاره د چين له لايحې سره موافق دی. د تودو مسئلو د حل و فصل لپاره د چین د رول د يادونې په ترڅ کې ښاغلي ذکريا همدارنګه ويلي چې چین د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي، چې دا یې په عمل کې هم ثابته کړې او په هېڅ هېواد کې د جګړې د پراختیا پلوی هم نه دی. د چین سوله ییز اقتصادي پرمختګ، د نړۍ د مخ پر ودې هېوادونو لپاره د سوله ییز ثبات یوه ښه بېلګه ده. له همدې امله چين په منځني ختیځ کې د شخړو د سوله ییز حل په ګډون هڅه کوي چې د اوکراین بحران د پای ته رسولو لپاره سیاسي حللاره پیدا کړي. چین کولای شي د ځانګړي میکانیزم په ترڅ کې د روسي او اوکرایني چارواکو ترمنځ د باور رامنځته کولو په موخه په چین او یا هم بل درېیمګړي هېواد کې منځګړیتوب وکړي، چې دوامداره ناستې کولای شي د روسیې او اوکراین ترمنځ د باور چاپېریال رامنځته کړي او د سيمې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره خپل مهم خدمتونه وکړي.
































