دفاع وزارت ویلي، چې د دې وزارت لومړي مرستیال له لوري سردار محمد داوود خان روغتون کې د معلولینو لپاره د مصنوعي غړو پروتېز مرکز پرانیستل شو. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې دغه مرکز د سرپرست حکومت د اردو او تېر حکومت د معلولینو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د لاس او پښو، نل ساق او د زنګون اتومات مصنوعي برخو کې خدمات وړاندې کوي. دا په داسې حال کې ده، چې دغه وزارت تر دې وړاندې ویلي و چې د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته د سردارمحمد داوود خان روغتون زیات مجهز او د تېر په پرتله یې خدمات معیاري شوي دي.
































