د هرات ولایتي وايي، چې د دغه ولایت په کرخ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دغه پېښه په کرخ ولسوالۍ کې د یوه کاسټر موټر او موټر سایکل ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې، چې په کې ۴ تنه مړه شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي. د دغه ولایت د حوزوي روغتون د بېړنۍ خونې مسوول ډاکټر احمدفهيم افضلي وايي، چې په دې پېښه کې مړي او ټپيان د سيمې روغتون ته ليږدول شوي دي. د دې پېښې د لامل په تړاو څه نه دي ویل شوي، خو ډېری وخت دې ته ورته پېښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته کېږي.
































