د هلمند د کرنې ریاست مسوولین وايي، دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله سږ کال د شفتالو په حاصلاتو کې لس سلنه زیاتوالی راغلی. دوی وايي، دغه ولایت کې تېر کال پر ۲۷۶ هکتاره ځمکه د شفتالو باغونه جوړ شوي وو، چې ۳۳۷۶.۳ ټنه حاصل ورڅخه لاسته راغلی و، خو سږ کال پر ۲۹۰ هکتاره ځمکه د شفتالو باغونه جوړ شوي، چې ورڅخه به ۳۴۸۰ ټنه حاصلات لاسته راوړل شي. بل لورته دغه ولایت کې بڼوال د شفتالو له حاصلاتو خوښ دي، خو له سرپرست حکومته غوښتنه کوي، چې حاصلاتو ته یې په بهر کې بازار موندنه وشي.
































