د بدخشان سیمه ییزو مسوولینو په دغه ولایت کې له مرکز سره د لسو ولسولیو لارو د تړل کېدو خبر ورکړی دی. د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس انجنیر ذبیح الله امیري ویلي چې نن سهار د ارغنجخواه ولسوالۍ په آب افچک سیمه کې د فیض آباد – بهارک لویه لاره د سېلابونو راوتو په پایله کې د ترافیکو پرمخ تړل شوې چې له امله یې د بهاک، جرم، یمګان، کران او منجان، شهدا، وردوج، زیباک، اشکاشم، واخان، شغنان او مایمي ولسوالیو لارې له مرکز فیض آباد سره تړل شوې دي. اوس مهال لسګونه مسافر وړونکي موټر د سړک دواړو غاړو خواو کې بند پاتې دي او د لارې د پرانیستو په تمه دي.
































