د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په غور ولایت کې د سېلابونو راوتلو له امله ۵۰ تنه مړه شوي دي. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه سېلابونه پرون په فېروزکوه، دولتیار، شهرک، تولک، دولینه، مرغاب او لعل و سرجنګل ولسوالیو کې خلکو ته ګڼ ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي. د دغې خبرپاڼې له مخې، په دغه سېلابونو کې لسګونه کسان تري تم دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغو سېلابونو کې ۲ زره کورونه بشپړ او ۴زره کورونه څه نا څه نړیدلي او ورسره سلګونه هکټاره کرنیزه ځمکه او پلچکونه هم نړیدلي دي. یاد وزارت د قربانیانو په شمېر کې د زیاتوالي خبرداری هم ورکړی دی.
































