د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې په تېرو دوو ورځو کې ۹۵۴ تنه افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو هېواد ته راستانه شول. د سپین بولدک د سرحدي امریت د مالوماتو له مخې، ۱۴۳ کورنۍ چې ټولټال ۷۱۰ کسان کېږي د دغې لارې راستنې شوې او د کډوالو په ریاست کې تر نوم لیکنې وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان، د خوړو نړۍوال پروګرام او د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ته وروپېژندل شوې. له بل پلوه د تورخم د سرحدي امریت د مالوماتو له مخې، ۴۹ کورنۍ چې ټولټال ۲۴۴ تنه کېدل په جبري توګه ستنې کړای شوې دي.
































