د سټنډرډ ملي ادارې ایران هېواد ته د ۲۳ ټانکره بې کیفیته تېلو د بېرته ورګرځولو خبر ورکړی دی. یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د فراه ولایت د ابونصر فراهي بندر له لارې يې ۲۳ ټانکره بې کیفیته تېل چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود بېرته ایران ته مسترد کړي دي. خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کیفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي. یادې ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي، کنه نو له ورته قانوني چلند سره به مخ شي.
































