د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر نن د موزیم د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته وویل، هغوی چې بهرنیو هېوادونوته د افغانستان لرغوني اثار قاچاق کوي، مجرمین دي. نوموړي وویل، تېرو دوه کلونو کې یې شاوخوا۱۵۰۰ لرغونو اثارو د قاچاق مخه نېولې ده.خیرالله خیرخواه ویلي، د افغانستان ډېری لرغوني اثار بهرنیو هېوادونو ته لېږدول شوي چې باید بېرته راوګرځول شوي، خو دا چې کومو هېوادونو ته لېږدول شوي هغه یې په اړه ډېر جزیات ور نه کړل.
































