د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال په دوو جلا، جلا ناستو کې د پکتیکا او پکتیا له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره لیدلي. په دې لیدنه کې سیاسي مرستیال له یادو قومي مشرانو غوښتنې اورېدلې او ویلي یې دي، چې سرپرست حکومت ولس ته په خدمت کولو مسوول دی او له توپیر پرته ټولو سیمو ته خدمات وړاندې کوي. په دې لیدنه کې سیاسي مرستیال زیاته کړې؛ سرپرست حکومت هڅه کوي څو د هېواد لرې پرتو سیمو ته د پوهنې او نورو بېلابېلو برخو کې د خدماتو لړۍ پراخه کړي.
































