د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونیسف ویلي، چې په غور ولایت کې د جمعې ورځې سیلابونو زرګونه کورونه ویجاړ کړي دي. په همدې حال کې، یونیسف ویلي، چې د افغانستان په شمال کې په وروستیو سیلابونو کې لږ تر لږه شل زره کسانو خپل کورونه له لاسه ورکړي دي. دغه مرستندویه سازمان وايي، چې له زیانمنو شویو او په ځانګړې توګه له ماشومانو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي. په غور کې د سېلاب د نوې څپې له امله لږ تر لږه ۵۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. ملګري ملتونه وايي، چې افغانستان په نړۍ کې له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیم د بدلون له جدي اغېزو سره مخامخ دی.
































