فارین پالیسي نشریې په یوه مطلب کې لیکلي دي د سولې مشورتي لویې جرګې غړي او د پارلمان ځینې استازي په دې باور دي چې ترمپ په ټاکنو کې د بریالي کېدو لپاره د سولې په برخه کې پر افغانانو او افغان حکومت بې ځایه فشارونه راولي. دغه کسانو یادې رسنۍ ته ویلي چې ټرمپ له خپل سیاسي او اقتصادي ځواک په استفادې هڅه کوي مهمو مواردو ته له پاملرنې پرته د زور او فشار له لارې افغان حکومت او طالبان د سولې یوې هوکړې ته ورسوي. دوی ویلي چې دغه فشارونو اندېښمن کړي دي او داسې ښکاري چې افغان سوله به د امریکا د ټاکنو قرباني شي.
































