د جوزجان د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په ۳ کلیو کې د ۱۰.۵ میلیونه افغانیو په لګښت ۳ ښوونځيو ته ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د یاد ولایت د پوهنې رييس محمد طاهر جواد وايي، چې د یاد ولایت د ولسي وګړو او د ماشومانو څخه د ملاتړ موسسې په ګډ مالي ملاتړ د مرکز شبرغان اړوند ترناب ازبیکیه سیمه کې د ۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت، د مردیانو ولسوالۍ په خان اریغ کلي کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت او د آقچې ولسوالۍ په کهنه شهر سیمه کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت درېیو ښوونځیو ته معیاري او اساسي ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. نوموړي زیاته کړه، چې یادو ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو په پروژه کې د سیمې لسګونه تنو ته د ۶ میاشتو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې وه.
































