د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې یا یونیسف له لوري په برهکي برک ولسوالي کې په لس میلیونه افغانیو دوه ښوونځي بیارغول کېږي. د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب وايي، دغه ښوونځیو کې د برهکي برک ولسوالي مومندو او شیخیانو ښوونځي شامل دي چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې له لوري د ۱۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د شپږو میاشتو په ترڅ کې بیارغول کېږي. نوموړي وویل، به دغه پروژه کې چې کارونه یې نن عملا پيل شول ښوونځیو ته د احاطوي دېوالونو ترڅنګ د لمریزې برېښنا سیستم، د پاکو اوبو څاګانو کيندل، د لاس مینځلو ځایونو،کانکریټي کثافت دانیو، تشنابونو او جذبي څاه ګانو جوړول شامل دي.
































