د لوګر ولایت د سیندزې فرعې حوزې مسوولین وايي، چې د دغه ولایت د محمدآغې ولسوالۍ اړوند د آب بازک سیمه کې د ۴.۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه چکډېم د جوړولو چارې پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره، دغه چکډېم، د ٥٨٠٠ مترمکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري، چې د جوړېدو لګښت یې د اوبو او انرژۍ وزارت له پراختیایي بودجې څخه ورکول کیږي او د جوړېدو چارې به یې په ۳ میاشتو کې بشپړې شي. د مالوماتو له مخې د دغه چکډېم دېوال ٥٣ متره اوږدوالی او ۵ متره لوړوالی لري، چې په جوړېدو سره به یې د سیمې اوسېدونکي د سېلابونو له زیانونو څخه وژغورل شي او د دې ترڅنګ به شاړې ځمکې هم پرې خړوبه شي.
































