د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسوولینو رسنیو ته ویلي چې امریکا د ایران پر وړاندې د ماشې له میکنایزم استفاده نه شي کولی. ددغه برخې یوه ویاند جوزف بورل وایي امریکا په یو اړخیزه توګه له ایران سره له شوي اټومي تړون وتلې ده نو له همدې امله د ماشې له میکانیزم استفاده نه شي کولی. دده په خبره امریکا ته په کار ده چې نړیوالو قوانینو ته په پام خپل اقدامات ترسره کړي. وروسته له هغه چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د پر ایران د تسلیحاتي بندیزونو په تړاو د امریکا طرحې رایه و نه ګټله، ټرمپ غوسه شو او په خبره یې له دې وروسته به د ایران پر وړاندې د ماشې له میکانیزم استفاده کوي.
































