
د چين له فو جيان ولايت څخه (فو جيان؛ د نړۍ د خونديتوب پياوړتيا) تر عنوان لاندې د نړيوالو خبريالانو د ليدنې فعاليت د مې په ۲۰مې نېټې د دغه ولايت په مرکز فو جو ښار کې په رسمي توګه پيل شوی دی.
د مالوماتو له مخې، د افغانستان، پاکستان، فليپين، کمبوډيا او لاوس په شمول د اسيا او ارام سمندري سيمې د ۱۸ هېوادونو او سيمو ۲۱ بهرني خبريالان به د دغه فعاليت په ترڅ کې له چيني خبريالانو سره يو ځای د دغه ولايت د فو جو، نينګ ده، فو چينګ، چوان جو او شيا من په شمول ځينو ښارونو او سيمو ته سفرونه وکړي او د ورخلاصون بهير د پياوړتيا، د (کمربند او لار) په چوکاټ کې د نړيوالو همکاريو د ژورتيا او د نوي کيفيت لرونکو توليدي ځواکونو د پرمختګ په اړه به له اړوندو ارګانونو او تصديو څخه ليدنه وکړي.
































